غزني: ناټو ملکي کسان وژلي دي

34 | جنوري 21st, 2010


د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي تېره شپه د ناټو ځواکونو په سيمه کي د عملياتو پر مهال يو پلار، له دوو زامنو او يوه ګاونډي سره وژلئ چي ټول ملکي کسان دي.
خو د ناټو ځواکونه وايي وژل سوي کسان طالبان دي. بلي خواته د غزني امنيه قومندان خيال باز شيرزوى هم د ملکي کسانو وژنه ردوي او وايي د قاري فيض الله په نوم طالب قومندان يې د خپلو درو ملګرو سره د قره باغ ولسوالۍ د کلاى باران په کلي کي وژلئ دئ.

»

Copyright Larawbar 2007-2024