کور / تازه خبرونه / نیویارک ټایمز : طالبان لګیا دي چی د خلکو زړونه وګټي

نیویارک ټایمز : طالبان لګیا دي چی د خلکو زړونه وګټي

نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کی د یو راپور په ترڅ کی لیکلي چی طالبان اوس ډیر کوښښ کوی چی عملی نرمښت وښیی او د خلکو زړونه خپل کړی . که لویدیځ ګړندۍ او عصری رسنۍ لری نو طالبان هم اوس د دغو وسایلو څخه ښه ګټه اخلی تر څو د امریکا او لویدیځ تبلیغاتی مبارزه شنډه کړی او ملت د ځانو تر خوا ودروي . راپور وایی چی ملا محمد عمر په تیر پسرلي کی خپلو پله ورو ته هدایت صادر کړی و چی په ملکی استوګنځایونو کی د استشهادي حملو څخه ډډه وکړی ، مکتبونه و نه سوَځوی ، او د مجرمانو څخه غوږونه ، شونډان او ژبي پرې نه کړی . راپور زیاتوی چی ملا محمد عمر څو هغه قوماندانان طرد او شړلي دي چی دغسی اعمال به یې کول او ځکه نو د طالبانو تحریک ورځ په ورځ عوامي کیږی او په یو آزادي غوښتونکي نهضت سره اوړي . راپور وایی چی نوي طالبان یو نوﺉ نسل دی او ځانونه ورځ په ورځ د نوو حالاتو سره سمَوی او ځکه نو خلک هم ورځ تر بلی ډیر د دوی ملاتړي کیږی .