کور / تازه خبرونه / د سره رود دوه سړکه د يوسف ميړني په نوم ونومول شو

د سره رود دوه سړکه د يوسف ميړني په نوم ونومول شو

پرون سهار جلال اباد ښار ته څيرمه د کابل جلال اباد په لويه د سره رود په سيمه کې د دوسرکې په نامه څلورلارې چې د څه مودې راهيسې دجوړولو کار پيل شوي و د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه غونډې ته تر ۵۰۰ کسان راغلي و ، په غونډه کې په اقتصادي چاروکې د ولسمشر سلاکار او د افغان ملت ګوند مشرډاكترانورالحق احدي, د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي, د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړي , د ننكرهار ولايت مرستيال محمد عالم اسحق زي او د استاد یوسف ميړني د کورنۍ ځينو غړو هم ګډون کړی.د يادولو ورده چي دغه څلور لارې مخكي د سرخرود به دوه سركه مشهوره وه چي په دې وروستيو كې په څلور لارې بدله شوه او د يوسف ميړني به نامه ونومول شوه. ديادولو وړده چې د استاد يوسف ميړني په نامه يو پښتو ويب سايټ www.mirranay.com هم په دې وروستيو کې دځينو ځوانانو په هڅو جوړ شوی چې وخت په وخت خپلو ليدونکو ته تازه خبرونه معلوماتي ليکنې ، ادبي ، او تفريحې ليکنې نشر وي.
استاد يوسف مېړنى د افغان ملت ګوند له مشرانو څخه وو چي د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال په پلچرخي زندان کې ووژل شو.