اېران: د ريل ګاډۍ په چپه کېدو اته تنه مړه سول

34 | جنوري 23rd, 2010


له مشهد څخه پلازمېني تهران ته تلونکې يوه مسافر وړونکې ريل ګاډۍ له لاري اوښتې چي پکښي ناست اته تنه وژل سوي او تر ٣٠ ډېر ژوبل سوي دي.
د ايران د دولتي آژانس رئيس غلامرضا معصومي وايي د سپرليو ډېروالي او د پېښي سخت والي ته په پام سره ښايي د مړو شمېر تر دې ډېر سي.
د نوموړي په وينا له اوو مړيو څخه شپږ تنې ښځي او يو څلورکلن ماشوم دئ.
له پټلي څخه د ريل ګاډۍ د اوښتلو علت تر اوسه سم نه دئ معلوم چي دغه پېښه په قصدي توګه رامنځته سوې که يې لامل تخنيکي ستونزه يا د چلوونکي بې پروايي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024