کور / تازه خبرونه / پاکستان: د افغان طالبانو مشران سولي ته تشويقوو

پاکستان: د افغان طالبانو مشران سولي ته تشويقوو

د پاکستان حکومت وايي د افغان طالبانو له مشرانو سره به تماس ونيسي او هغوى به سولي ته تشويق کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط له يوې برتانوۍ رسنۍ سره په مرکه کي ويلي پاکستان په افغانستان کي د سولي ملاتړ کوي او دوى به د طالبانو له ټولو مشرانو سره د تماس نيولو هڅه وکړي چي سولي ته يې تشويق کړي.
عبدالباسط په دې هکله چي د طالبانو له مشرانو سره به څنګه او چيري تماس ونيسي جزيات نه دي ورکړي، ځکه پاکستان تر دې دمخه په خپله خاوره کي د طالبانو د مشرانو موجوديت او پر هغوى باندي د نفوذ درلودل رد کړي دي.
بلي خواته په انګلستان کي د افغانستان سفير همايون تندر د پاکستان د حکومت د دې هڅه په هکله ويلي پاکستان په افغانستان کي يو کمزورى حکومت غواړي او له دې کاره يې موخه د څلورلکه افغان ځواکونو د روزني مخنيوى دئ.