د بن لادن نوې فیته راووتله 
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي چي اسامه بن لادن نوی آډیو کیسټ خپور کړئ او په هغه کي یې دا منلې ده چي د کریسمس په ورځ په الوتکه کښي د عمر فاروق عبدالمطلب پواسطه ناکامه حمله القاعده طرح کړې وه او اخطار یې ورکړ چي موږ به پر امریکا نوري حملې هم کوو .
دغه فیته نن الجزیره ټلویزیون خپره کړه . بن لاده په دغه پیغام کي بارک اوباما ته اخطار ورکوي چي تاسو به د امنیت مخ تر هغو پوري و نه ګورﺉ څو چي موږ په فلسطین کي هغه نه وي کتلئ .انشاالله زموږ حملې به پر تاسو تر هغه وخته جاري وي څو چي ستاسو ملاتړ د اسراییلو څخه جاري وي .
خبر زیاتوي چي د دې پیغام څخه دوه حقیقتونه ثابتیږي : لومړی دا چي بن لادن ژوندی او فعال دئ ، او دوهم دا چي هغه د نړۍ په هره برخه کښي القاعده قومانده کوي او منظم فعالیت لري .