کور / تازه خبرونه / د کندهار د محبس مدير پر بنديانو نشيي مواد خرڅوي

د کندهار د محبس مدير پر بنديانو نشيي مواد خرڅوي

د کندهار د محبس څخه يوه بندي د ټلېفون پر ليکه د آزادۍ راډيو ته د نه خوړلو د اعتصاب خبر ورکړ او وايي د محبس د مدير له خوا ډېر بد چلند ورسره کېږي.
دغه کس چي خپله هم سياسي بندي وو وايي نيژدې ٤٥٠ سياسي بنديانو له څو ورځو راهيسي د محبس د مدير د ظلم له کبله د نه خوړلو اعتصاب کړئ چي د ځينو روغتيايي حالت خورا خراب دئ.
نوموړي کس د آزادۍ راډيو سره په ټلېفوني تماس کي وويل د محبس مدير بنديانو ته چرس، تارياک او هيروئين د خپلو عسکرو په ذريعه ور تېروي او پر هغوى باندي يې پلوري.