کور / تازه خبرونه / اسفنديار خان: جنګ نه، سوله غواړو

اسفنديار خان: جنګ نه، سوله غواړو

د نيشنل عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي د دوى ګوند په پښتونخوا کي جنګ نه، بلکي سوله غواړي.
نوموړي په پېښور کي په خپل کور کي خبريالانو ته وويل د عوامي نيشنل ګوند پاچاخان د عدم تشدد پر لاره روان دئ، خو د ترهګرو پر ضد له زور څخه د کار اخيستلو پرېکړه د پاچاخان د ژوند پر مهال هم سوې وه.
اسفنديار خان دغه خبري تر هغي غونډي وروسته خبريالانو ته وکړې چي د نيشنل عوامي ګوند سره د پښتونخوا د ماليې پخوانى وزير نواب زاده محسن علي خان او په زرونو ملګرو د يوځاى کېدو په هکله جوړه سوې وه.