د ناروې یو عسکر ماین والوزاوه

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 25th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن ( دوشنبه ) د افغانستان په فاریاب ولایت کی د طالبانو ښخ کړي ماین هغه مهال یو نارویژﺉ عسکر ووژﺉ چی زرهپوش یې پر دغه ماین برابر سو خو د زخمیانو شمیر یې واضح نه کړ . خبر وایی چی په روانه میاشت کی ۳۷ بهرني پوځیان وژل سوي دي حال دا چی د تیر کال په همدې میاشت کی دا شمیر ۲۳ و . خبر زیاتوی چی د کندهار د هوایی ډګر په پرونۍ راکټی حمله کی د څلورو بلغاریایی عسکرو څخه علاوه څلور رومانیایی پوځیان هم ټپیان سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024