کور / تازه خبرونه / ناټو دچاودنې په اړه دلراوبر ويپاڼي دخبرپخلى وکړ

ناټو دچاودنې په اړه دلراوبر ويپاڼي دخبرپخلى وکړ

ناټو دکندهار په پنجوايي ولسوالي کې ديوې بمي چاودنې په پايله کې دلراوبر ويپاڼي له لوري دخپاره شوي بمي چاودنې دخبر پخلى وکړ او ويه ويل چې يوپوځي يې وژل شوى او دوه نوريې ټپيان دي بمي چاودنه دپنجوايي ولسوالي په زنګاوات سيمه کې شوې ده . هلته ترډېره هده کاناډايي سرتېري مېشت دي او په دغه بمي چاودنه کې مرګ ژوبله هم کاناډايي ځواکونو ته اوښتې ده تېره ورځ لراوبر ويپاڼي دسيمه ييزو اوسېدونکو له خولې داسي خبر خپورکړ چې:


دکندهار په پنجوايي ولسوالي کې دتلقان کلي ته نيژدې دنړۍ والو ځواکونو پر کاروان يوه چاودنه شوې ده ، عيني شاهدانو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې ترچاودنه لږ وروسته څرخي الوتکي راغلې او ځيني کسان يې پورته کړل خو ددغې وروستۍ پېښي په اړه لا تر دامهاله افغان حکومت او نړۍ والو ځواکونو غبرګون نه دى  ښودلى . اونه هم په پېښه کې داوښتې مرګ ژوبلي کره مالومات شته


نن ناټو وايي چې په پرونۍ چاودنه کې يوسرتېرى وژل شوى او دوه نورټپيان دي .  .