کور / راپور / روسيه:د افغانانو د سراسري اتحاديې دموسسانوغونډه جوړه شوه

روسيه:د افغانانو د سراسري اتحاديې دموسسانوغونډه جوړه شوه

له 1992 م كال راوروسته په افغانستان كې د قدرت په سر د جنگونو د شدت له شامته ، هغه وخته چې روسيې ته د افغانانود مهاجرت پروسه پيل شوه ، دغه افغانان په ورځني ژوند كې له متعددو ستونزو او كړاونو سره مخ وو، او د مهاجرت د كړاونو له هماغه پيل څخه په دې هيله او هڅه كې وو، چې د خپلو ورځنيو ستونزو د حل په منظور د روسيې د دولت د قوانينو په چوكاټ كې يو واحد اجتماعي تشكل يا اتحاديه جوړه او رسمي راجستر كړي .
په روسيه كې مېشت افغانان ، چې په ټول هويت كې د يو شان پردېس افغانيت د ماضي او مستقبل گڼ شمير مشتركې وجې لري ، د سالمو انسانانو په حيث د ژوند له ناخوالو ناهيلي شوي نه دي او د ريښتينو افغانانو په توگه له هېواد څخه بهر د خپل منځي اړيكو ، افغان پاتې كېدو، د افغاني ټولنيز ژوند دښه او ابرو مندانه سمبال او د يو كلكتيف په تو گه د خپلو ورځنيو مشتركو ستونزو د حل په منظور يې د يو واحد حقوقي تشكل يا اتحاديې د جوړښت او رسمي راجستر هيلې او هڅې لاتر اوسه ژوندۍ وې .
په همدې هدف نن د روان كال د جنوري په ۲۴ نېټه د مسكو ښار د پريزيدنت هوټل د كنفرانسونو په تالار كې په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانو غونډه جوړه شوه .
په غونډه كې د روسيې په مختلفوښارونو كې د مېشتو افغانانود مختلفو ټولنو او قشرونو له درې سوه څخه زياتو استازو گډون كړى و.
غونډه د ورځې په يوولس بجو د قرآن مجيد د مباركو اياتونو په تلاوت پيل شوه او ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي سرود واورول شو.
ورسته برخه والو په لوړ انساني او افغاني كلتور او روښانه افكارو په نوبت سره په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د جوړولو د ضرورت او څرنگوالي په باب څرگندونې وكړې . ورپسې د سراسري اتحاديې د اساسنامې د طرحې پر منځپانگه مفصلې ، مدللې او جوړونكې خبرې وشوې او په پايله كې د اساسنامې طرحه د وړاندې شوو تغيراتو ، زياتونو او كمونو په پام كې نيولو سره د رايو په اتفاق تصويب شوه .
غونډې د سراسري اتحاديې په وړاندې يو شمير اساسي وظايف وټاكل ، چې لنډي كرښې يې دا دي :
– د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې په چوكاټ كې په روسيه كې د مېشتو افغانانو له مدني او ټولنيزو حقوقو څخه دفاع .
– په روسيه كې د مېشتو افغانانو په محيط كې د خپلو خلكو دكلتوري ارزښتونو ژوندي ساتل.
– په روسيه كې د اوسېدونكو افغانانو د كلتوري مركز جوړول .
– افغانانو ته د مهارت د حقوقو، د اقامت د اسنادو، د زده كړو ، كاري اسانتياو او روغتيايې خدمتونو د تر لاسه كولو لپاره هڅې.
– په روسيه كې د لوړو زده كړو لپاره د افغاني محصلينو د تحصيلي بورسونود شمير د زياتولو لپاره هڅې.
– د روسيې او افغانستان تر منځ د اقتصادي ، سياسي اوكلتوري اړيكو د ټينگښت لپاره هڅې.
– په افغانستان كې د بې وزلو، بې ځايه شويو، معيوبينو، او په حوادثو كې د زخميانو او شهيدانو له كورنيو سره مرسته، د مكتبونواو طبي كتنځايونو جوړول .
– د مخدره توكو پر ضد دمبارزي له دولتي ادارو او مدني ټولنو سره د هڅو شريكول .
– په مجموع كې د افغانستان او افغان ولس د ملي گټو ساتنه او ملاتړ.
غونډې د سراسري اتحاديې د مشرتابه هيئت د رايو په اكثريت او وروسته بيا رئيس او مرستيالان په ځانگړي افغاني دود، د ټولو په اتفاق وټاكل او په په بې ساري ډول د خوشحالونكي صميميت په فضا كې د قرآن كريم د مباركو آياتونو او دعايې په لوستلو پاى ته ورسېده . له لوی څښتن (ج) څخه دوی ټولو ته د بري توفيق غواړو .