کور / تازه خبرونه / پاکستان هندي ډيپلومات ته شکايت وکړ

پاکستان هندي ډيپلومات ته شکايت وکړ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد کي وروسته له هغه د هندوستان هيواد لوړ پوړى ډيپلومات ور وغوښت چي د هندي پوځيانو له خوا پر پاکستاني سرحدي ځواکونو ړندې ډزي وسوې.
د پاکستان حکومت وايي هندي پوځ بېله کوم دليله په پاکستانۍ خاوره کي د دوى پر پوځيانو ډزي کړي چي له امله د هندوستان حکومت ته رسماً شکايت کړئ دئ.
د پاکستان او هندوستان په سرحدي سيمو کي کله نا کله د دواړو خواوو ترمنځ دغسي جګړې کېږي.