کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: يو وسله وال، دوه پوليس ووژل سول

پښتونخوا: يو وسله وال، دوه پوليس ووژل سول

د پېښور پوليس وايي نن د ښار په مرکز يادګار چوک ته نيژدې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته وسوه چي په ترڅ کي يې يو وسله وال او دوه پوليس وژل سوي دي.
امنيتي چارواکو وسله وال کسان غله بللي او وايي سيمي ته د خلګو د شکولو دپاره راغلي ول، چي پوليس پر شکمن سوي وو، خو مخکي له دې چي ونيول سي پر پوليسو يې ډزي وکړې، يو تن يې د نښتي په ترڅ کي مړ او دوه نور ملګري يې وتښتېدل.