طنز ټوکه نه ده (۲)
پرله پسې دوهمه برخه
په لرغوني ادبیاتو کې دوه ډوله خندنۍ توکي یو هجو او بل هزل وه چې هجو د مدح ( ستاینه) او هزل د جد( پند) ضد دی
کله چې هجو له شخصي جنبې څخه عمومي جنبې ته کښ شي نو هجو په طنز بدلیږي
او چې هزل له خپل محدودې او ځانګړې چاپیریال څخه ووځي په ټوکه بدلیږی له همدې لامله په لرغوني ادب کې معتدل هزل ته مطایبه ویل شوې ده چې اوسنی ټوکه ته نژدې ده
طنز د هجو پرمختلی ډول دی او ټوکه د هزل پرمختلی ډول دی هغه شی چې دوی سره پیوند وي هغه دخندا عنصر دی،په دې مانا چې دواړه خندا لري د طنز خندا د نیوکې په پار ده او د ټوکې خندا د شوخي لپاره ده
دا ټوکې دڅو شېبو خندا او د غم هیرولو لپاره لکه نشه يي توکي کارول کېدې
داټوکې ټکالې بیاوروسته په جنګو کې د ساړه جنګ لپاره کارېدې،د بېلګې په توګه د آذربایجان خلکو له انګریزانو سره ژبنی غلی جنګ او رواني سوړ جنګ د ټوکو په جوړولو او ویلو پیل کړ . په دې توګه یې نیواکګر اوبلځاييان سپک سپانده کول . د بېلګې په توګه هغو انګریزانو ته د خره ستاينوم ورکړی.
دنړۍ نورو خلکو هم بې له دې چې دغو سپکو سپورو ته يې پام شي او د هغو سره خپل اړیکو ته پام وکړي ، د خندا او ساتیرۍ په پار يې هغه ته لا لمن وهله او هغوی هم د ټوکو د جوړولو او خپرولو لامل شول او داسې ټوکې ټکالې را منځته شوې چې نه یې کوم پند درلود او نه کومه مانا او نه دکومې زده کړې او پوهې لوست!
اوپه پای ټوکو د لطیفو ځای ونیواو ملانصرین پر تورکې په (خواجه نصرالدين) بدل شو.
ټوکه هغه ادبي وینا ده چې یوازې يې موخه خندا او ساتیری ده
داچې طنز سیاسي او ټولنیزه جنبه نیسي ټوکه هم کولي شي فلسفي بعد پيدا کړي. دواړه څنګ تر څنګ حرکت کوي.
د طنز خندا ځورونکې خندا ده او د ټوکې خندا خوشالونکې خندا ده
ټولنه هم ځورونکې هم خوشالونکې خندا ته اړتیا لري
هغه څه چې ډیر مهم دی هغه ددې توکو اجزا ده
دټوکو څو بېلګې:
مور! زه کولی شم دلته لامبو وکړم؟
– نه دلته شارک شته.
– نو ولې پلار لامبي؟
– هغه بیمه دی.
***
روبوټ: ستا ملګری وایي زه لیونی یم!
الین: چټیاټ! د هغه پیچونه سست شوی دي.
یانی ټوکه بېله خندا بله موخه نه لري د ټوکو ویلو موخه
یوازې خندا ده او خندا يي هم خوشالونکی خندا ده اوکوم ځورول نه لري
د طنز بېلګه
یو سړي له مولانا عضدالدین څخه وپوښتل: «ولې د خلفا په مهال خلکو د خدایي او پیغامبری دعوا کوله او اوس یې نه کوی؟»
هغه ځواب ورکړ:« اوس خلک دومره د ظلم او وږې سره لاس او ګریوان دي چې خدا اوپيغمبر ترې هیر شوی دی !»
په دې لطیفه کې یوه نیوکه نغښتې ده چې هغه د خلکو لوږه او د دولت ظلم دی چې په ډیر مهارت ویل شوې ده .
چې ویونکی د خندا وروسته ځوروي او ان شاید څوک ورته وژاړی نو اجزا يي ځورونکی دي
طنز او ټوکه په هر قالب کې راتلای شي لکه: مقاله ، داستان ، رومان ،نندارمه ، ان په هر ډول نظم کي…
مګر ځینې داسې ټوکې هم شته چې بې ازاره نه دی رټنه او تیری لري خو دا رټنه او تیری یې دخندا لپاره وي، نه لکه د طنز د اصلاح لپاره
د« فرويد» په اند ټوکه يوازې د خندا او تفريح لپاره ده بله ځانګړې موخه نه لري نو دې ډول ټوکې ته بې ضرره ټوکه (هرملس ويت )وايي او هغه ټوکه چې رټنه او تيری ولري هغه ته( تندينسی ويت) وايي.
د ټوکو نه يوازې په کلامي طنز کې کار اخېستل کيږي او په ننداره او فېلم کې که د لوبغاړي کړه وړه او کالي خند ونکی وي هغه ته بيا «هيمور» وايي
ټوکه دخندا لپاره ده هغه د ټولنیزو دردو سره کار نه لري ټوکه کیدای شی یوه کوشنی لیکنه یا یو کتاب وی
په ټوکه کی د خندا لپاره د ټولو ادبي فنونو څخه استفاده کیداي شي، نو ټوکه هغه ادبي وینا ده چې یوازې يې موخه خندا او خوشالي ده
ټوکې هم د محتوا له اړخه ډول ډول کیدای شي
حرامې یا ټینګي ټوکې چې په بنډارونو او ځوانانو تر منځ ویل کیږی چې په عام ډول د ویلو وړ نه دی لکه جنسي او پوچي ټوکې چي هغه ته هزلي ټوکې ویلی شو
بل ډول يې تیری کوونکپ ټوکې دي چې یو څوک له خندا لپاره په بدو یادوي دی ډولو ټوکو ته هجویه ټوکې ویلی شو
مګر بیا هم ټوکه طنز اوطنز ټوکه نه ده
ټوکه لیکونکي یا ویونکي ته ټوکي یا ناټکې ویل کیږی چې هر چیری یې څو تنه په راټول او هغوی خندوی او دا خندا خوشالونکی او لوړه ( کټ کټ) خندا ده
طنز لیکونکی د ټولنې یو بااحساسته لیکوال ته وايي چې تر نور و ژر یو عیب ویني او د هغه د سمون لپاره هڅه کوي او د طنز د اساساتو سره سم د ملنډو په لفافه کې په غیر مستقیم خپل پيغام رسوی چې باید درې اغېزې ولري
یو داچې دا ترخه نیوکه په خندا خوږه کړی چې د تحمل وړ شي ، بل داچې بد کونکی ځان ته متوجه کړی چې ځان اصلاح کړی او درېیم دا چی د هغه د قربانی سره خواخوږي وښيي. ددې اغیږو لپاره
طنز لیکونکی کله ځان ناګاره اچوي او کله وره ته وایي چی دیوال یې واوري، کله لرغوني داستانونه د رته بیانوي او کله راتلونکي فانتیزی درته بیانوي، کله یو بدشی دومره تعریفوی مګر په حقیقت کې هغه غندي او د هغه بد وایي ؛ کله کوشنی شی دومره لوی کړی چې دی ته وایي قصدی قتل یا قصدی طنز او همداسی نور ډولونه
طنز ویونکی نیغ په نیغه څه نه وایي طهنې (تانې) ، کنایې او اشارې ته پناه وړي
د ټوکو اوریدونکی هر څوک کیدای شي او هر څوک پر پوهیږی
مګر په طنز هر څوک نه پوهیږي یوازې پوه خلک هغه درکولی شي ځکه طنز تر ویلو وروسته پوه اوریدونکي په سوچ کې اچوی او ډیر امکان لري هغوی وژړوي
نور بیا