افغانستان ته د ۱٫۶ بلیونو پور اداینه منظور سوه

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 26th, 2010


رویټر خبر ورکوی چی نړیوال بانک ، نړیوال پولی صندق او د پاریس د کلب ۱۹ هېوادونو نن افغانستان ته د پرمختیایی پروژو او کارونو لپاره خپل ۱٫۶ بلیونه ډالره پور معاف کړ . خبر وایی چی افغانستان د نړۍ د غریب ترینو هېوادونو څخه دی او په ټوله دنیا کی د بشری انکشاف خراب ترین حالت لری نو ځکه هغه ور بخښی . خبر زیاتوی چی نړیواله ټولنه د لندن د رارسېدونکي کنفرانس لپاره چمتوینه او هڅونه رامخته کوی . کابل د دې معافۍ تود هرکلی وکړ .

Copyright Larawbar 2007-2024