ورځپاڼو ته کتنه

34 | جنوري 27th, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د كابل او واشنګټن ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې په كابل كې د امريكا د سفير د يو اعتراضيه ليك په نقل ليكلي، چې حامد كرزى د واشنګټن لپاره يو مناسب شريك ندې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا اعتراض د لومړي ځل لپاره هغه مهال پورته شو، چې په افغانستان كې د ځواكونو د زياتولو په سر په امريكا كې تاوده بحثونه روان وو.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه د امريكا د ملي امنيت د سلا كار نظر راخستې او ليكلي، چې په افغانستان كې د روان جنګ ګټل په پاكستان كې د طالبانو په وړاندې د پاكستان له اقداماتو سره تړاو لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف د روانې مبارزې په اړه د امريكا په وروستي دريځ، چې ويلي د بزګرانو د اقتصادي حالت په پام كې ساتلو سره نور نو د كوكنارو له كښت سره كوم كار نلري انتقاد كړې او هغه يى ددې مبارزې لپاره زيان اړوونكې بللې.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نړيوالو مرستو د لږولو په څرنګوالي بحث كړې او پدې برخه كې شتو انتقادونو ته په اشارې ليكلي، كه نړيوال غواړي، چې مرستې يى په شفاف ډول ولګيږي نو بايد له افغان دولت سره په ګډه كار وكړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي په غټ سرليك كې يو ځلې بيا په پاكستان دا انتقاد كړې، چې د هغو وسلوالو پر ضد اقدام نه كوي، چې په افغانستان كې جنګيږي.
په ورځپاڼه كې د لندن غونډې ته هم كتنه شوې او كه څه هم هغه په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې د ژمنو د دوام يو بل ګام بلل شوې، خو د جرمني د بهرنيو چاور د وزير په حواله ليكل شوي، چې له دې غونډې بايد زياته تمه ونشي.
په ورځپاڼه كې له طالبانو سره د خبرو لپاره روانې هڅې هم څيړل شوي او د بريتانيى د لوى درستيز په تقل ليكل شوي، چې له طالبانو سره بايد له يو پياوړې دريځ نه خبرې وشي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغان دولت وړتياو ته كتنه كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې له بهرنيانو سره د تړاو له كبله دولت د افغاني نوښت توان نلري.
ورځپاڼې ليكلي، چې افغان دولت په هيواد كې د بهرنيو د حضور له امله ځينې محدوديتونه لري او اړ دې، چې د انتخاباتو لپاره پيسې وغواړي، د جنګ لپاره وسلې او ان سوله هم له هغوى نه وغواړي.
په ورځپاڼه كې په تركيه كې د افغانستان پاكستان او تركيى د مشرانو ترمنځ د درې اړخيزې غونډې په حواله ليكلي، چې د جګړې له لارې سوله نشي ترلاسه كيدلاى.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د لندن د غونډې په اړه د بريتانيى د لومړي وزير څرګندونې راخستي او ليكلي، چې ددې غونډې اصلي تمركز د افغانانو پياوړې كول دي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې د لندن له غونډې نه د شتو توقعاتو په اړه په يو مطلب كې افغان واكمنانو ته سپارښتنه كړې، چې له مبالغو ډكو څرګندونو او له نړيوالې ټولنې سره له سياسي تقابل نه ډډه وكړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا له دې سره بحران پراخيږي او باور كميږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د اطلاعاتو او كلتور او د پوهنې له وزارتونو غوښتې دي، چې په هيواد كې دننه دكتابونو د چاپولو لپاره امكانات برابر كړي او له دې لارې دې په هيواد د بهرنيانو د كلتوري يرغل مخه ونيسي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د تركيى درې اړخيزې غونډې ته ځانګړې كړې او پكې ليكل شوي، چې پدې سرمشريزه كې د افغانستان د ربړې د حل لپاره په سيمه ايزې همكارۍ ټينګار وشو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې د خبرو لپاره په روانو هڅو بحث كړې او پدې اړه يى د افغان دولت او نړيوالې ټولنې دريځ ته په اشارې ليكلي، چې ددې هڅو د بريالي كيدو لپاره زياته خوشبيني موجوده ده.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې افغانستان كې د غير معياري او بې كيفيته موادو صادرول انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې له دې ستونزې هغه وخت ژغورنه ممكنه ده، چې په افغانستان كې كورني توليدات زيات شي.

Copyright Larawbar 2007-2024