کور / کیسه / ماشوم

ماشوم

دژمې سړه سيلۍ چلېده، ځمکه په سپينو واورو او اسمان په تورو ورېځو پوښل شوى و. دځمکې پرمخ دژوندي ساه کښ نښه نه ليدل کېده، لر او بر دليوانو انګولا اوچېغې وې.
ماشو م او مور يې ديوې ګولې ډوډۍ دموندلو لپاره په همدې ساړه ژمې ،په يوه کميس او پرتوګ کې راوتلي وو، نه پوهېدل دکوم شتمن دېرې ته ورشي ،دکوم حاکم کوټې ته ورشې او که دغونډۍ په سر دښوى ميلې ته!
مور په ډېر زحمت تله ،څلور لارې ته ورسېده، خپل ماشوم زوى يې ترلاس نيولى او په ځان پسې يې راښکه. په نيم ګز واوره کې ماشوم ډير په زحمت تګ کاوه، وبه لوېده ،وبه درېد او په زوره ،زوره به يې وژړل. دماشوم هرې چيغې دمور کوګل څيره ،خو څه يې کړي واى ، لوږه وه لوږه!
ماشوم دمور په قدمونو ،قدم ښود او پر مخ تو، دژمې سړه هوا به يې په غوږونو ننوتله اودماشوم له خوله به يې يوه وړه کرغه وايستله.دمور پښې هم چې يوازي په نرمو جرابو پټې وي،په يخ کې سوزيدي.لاسونه خو مخکې لا يخى شوي و.ناڅاپه په آسمان کې غړمباشوه او دباران چينې دآسمان له مخې دځمکې پر مخ وبهېدې.څه شېبه وروسته ورسره ږلۍ هم پيل شوه، د ډبرو په شان ږلۍ په ځمکه لګېده.
ږلۍ په مور او ماشوم هم لګېدې، دماشوم په خلاص ټټر به توند باد ولګېد، چيغې به يې کړي :”مورې ! مړ شوم ، مورې ! يخ دى!”
مور د باران په چړپهار کې دماشوم چيغې سمې نه اورېدې، دهغې نرى ټکرى هم دباران اوبو اوتوندباد رېښکۍ،رېښکۍ کړى و. يوې پښتنې مور ته له سختې لوږې او توند باران هم سخته ده چې له سره دې ټکرى لري شي، خو زورور باران او توند باد ددې له سره ټکرى لري کړى و.دږلۍ ډبرې به يې په مخ لګيدلې، په واورو کې به يې پښه بنده شوه، نور مور هم دمقاومت توان نه درلود. د ماشومې په څير په ژړا شوه، لوى خداى ته يې لاسونه هسک کړل :”هسک څښتنه !ومې ژغورې!”
مور نور دماشوم لاس نشواى ټينګولاى، په مور د بې هوښې څپه راتله، نور د باد د توندو څپو، زورور باران او ږلۍ په وړاندې نشواى دريداى، د زوى لاس يې پرېښود، پښه يې وښويده او په نيم ګز واورو کې راولويده. بدن يې رپېده او په چکړو کې يې ټول بدن په چکړو شو. هڅه يې وکړه پورته شي، غوښتل يې ماشوم تر لاس ونيسې او تېزه، تېزه بېرته خپلې جونګړې ته لاړه شي، خو دباد يوې توندې څپې بيا په چکړو کې غورځاره کړه او بې هوښې پرې راغله.
ماشوم، دخپلې مور لړزان بدن ته وکتل، دهغې دشين ټکري پرارې يې لېدې چې باد يوې او بلې خوا ته زغلولي. ږلۍ نوره هم سخته شوه.
ماشوم په منډه لاړ او دمور په غيږ کې ورولويد، ګواکې په دې توګه يې غوښتل له سړو څخه ځان وژغوري، خو ويې ليدل چې مور يې لاسونه ترې تاو نه کړل اوپه خپلې مهربانې غيږې کې يې نه ونيو، په چېغو شو او غږ يې انګازې کولې:
مورې !
مورې!
مورې!