کور / تازه خبرونه / ناټو: نهه امريکايي عسکر ووژل سول

ناټو: نهه امريکايي عسکر ووژل سول

د ناټو ځواکونو منلې چي د افغانستان په کنړ ولايت کي يې تر قوماندې لاندي نهه امريکايي عسکر وژل سوي او ١٥ ټپيان دي.
دغه مرګ ژوبله د کنړ په ولايت کي د طالبانو سره په يوه جګړه کي رامنځته سوې ده. ناټو وايي په روان کال کي يې دا تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ده چي پر يوه ځاى ورته اوړي.
د دې حملې او جګړې په هکله د توري بوړي د محاذ وياند قاري سجاد دوې ورځي دمخه لراوبر ته معلومات ورکړي وو، چي ناټو يې اوس په هکله معلومات وړاندي کړل.
د روان کال په جنوري کي يوازي د امريکايي پوځيانو مړي ٣٥ تنو ته ورسېدل. په داسي حال کي تېر کال په همدې مياشت کي ١٤ تنه وژل سوي وو.