کور / تازه خبرونه / هوايي او ځمکني قوتونه د سپېنکۍ په جنګ وتلي

هوايي او ځمکني قوتونه د سپېنکۍ په جنګ وتلي

پاکستاني پوځ د هوايي او ځمکني پوځ په ملتيا د سپينکۍ او راغازۍ پر سيمو بريدونو ته زور ورکړئ  او وايي چي د بيت الله مسيد پلويان يې محاصره کړي دي .


ډيورنډ کرښي ته نژدې د مسيدو ( مسودو ) پر سيمه د پاکستاني پوځونو عمليات اوس هم روان دي ، د پاکستاني وايي چي په دې جګړه کي له سپکو او درنووسلو کار اخلي چي هدف يې د بيت الله مسعود او د هغه د نفرو له منځه وړل دی ، د پاکستان پوځ له خوا په يوه رسمي بيان کي راغلي چي ددوی پوځونو د سپين کۍ ، راغازۍ ، نوازکوټ او تيارځا پر سيمي ځکه تر بريدونو لاندي راوستي چي فکر کوي بيت الله مسيد او دده پلويان دلته ځای پر ځای سوی دي .