کور / تازه خبرونه / المان: له افغانستان څخه د وتلو نېټه نه معلوموو

المان: له افغانستان څخه د وتلو نېټه نه معلوموو

د المان صدراعظمي انجيلا ميرکل نن په برلين کي رسنيو ته وويل د دې هيواد به له افغانستان څخه د پوځيانو د لېږلو نېټه اعلان نکړي.
انجيلا ميرکل وروسته له هغه دغه څرګندوني وکړې چي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يې وليدل.
د فرانس پريس آژانس د آغلي ميرکل په حواله وايي دا به ډېره خطرناکه وي چي له افغانستان څخه جرمني عسکرو د لېږلو اصلي نېټه په ډاګه سي، ځکه طالبان به د برياليتوب په فکر خپلو حملو ته نور هم زور ورکړي.
د جرمني صدارعظمي يو ځل بيا د افغان امنيتي ځواکونو د روزني په هکله له افغان حکومت سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه.
همدا راز ولسمشر کرزي په دغه خبري غونډه کي د المان هيواد له مرستو څخه مننه وکړه، او زياته يې کړه دى ډېر خوشحاله دئ چي حکومت يې تر ٢٠١٤ کال پوري د امنيتي مسئوليت اخيستلو ته ځان چمتو کوي.