د کندهار پر هوايي ډګر بله راکټي حمله وسوه

34 | جنوري 27th, 2010


د کندهار څخه ورکړل سوئ تازه خبر وايي د دغه ولايت پر هوايي ډګر يوه بله راکټي حمله سوې ده.
د کندهار پر هوايي ډګر وړمه شپه هم حمله سوې وه چي څلور بلغاريايي او درې رومانيايي عسکر يې ژوبل کړي وو.
د کندهار نننى حمله د افغانستان پر وخت پنځه نيمي بجې سوې ده، خو د مرګ ژوبلي په هکله يې کره معلومات نسته.

Copyright Larawbar 2007-2024