کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې نن په لندن كې د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې پرانستو ته په اشارې په يو څيړنيز مطلب كې دا مسئله څيړلې، چې ايا دا غونډه به په افغانستان كې روان جنګ ته د پاى ټكې كيږدي.؟
ورځپاڼې په دوام كې په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د افغان دولت په طرحو بحث كړې او ليكلي، چې د لندن غونډه بايد له دې طرحو نه په ملاتړ سره په افغانستان كې د جنګ له پاى ته رسولو سره مرسته وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا سرليك كې دا هم ليكلي، چې ښايي نن په لندن كې ددې غونډې د پرانستلو په شيبو كې په لندن كې ميشت ځينې افغانان له طالبانو سره د جوړجاړي په مخالفت كې لاريون وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د سولې له بهير سره د ځينو كړيو مخالفتونو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا د بشر د حقوقو او عدالت نعرې وهي ليكلي، چې اوس بايد روان حالت ته د پاى ټكې كيښودلې شي او بيا دې د پرون د مظلومانو پور وغوښتلې شي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د لندن غونډې ته د افغان دولت په طرحو بحث كړې او ليكلي، چې د غونډې ګډون وال بايد د امنيت د ټينګولو، له وسلوالو مخالفينو سره د پخلاينى ، ښه حكومتدارۍ، بيارغونې او له ګاونډيو هيوادونو سره د تفاهم لپاره د افغان مشرتابه د طرحو ملاتړ وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره د افغان دولت او نړيوالې ټولنې دريځ ته په اشارې مخالفينو ته سپارښتنه كړې، چې د هيواد سياسي ډګر ته د راوتلو چانس دې له لاسه نه وركوي.
په ورځپاڼه كې د ماليى د وزير په حواله په يو خبر كې ليكل شوي، چې د اداري فساد له كبله په هيواد كې د ځينو طبعي زيرمو د راويستلو كار ځنډوي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په لندن كې د افغانستان په اړه جوړيدونكې غونډې ته ځانګړې كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې دا غونډه هم د تيرو تيروتنو تكرار دې، ځكه د ورځپاڼې په وينا نړيواله ټولنه لا هم افغاني ټولنه نده پيژندلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا دا مسئله څيړلې، چې ايا افغان دولت به په يوازې ځان وكړاى شي، چې په افغانستان كې د روان جنګ د پاى ته رسولو لپاره نړيواله ټولنه پخپله تګلاره كې بدلون ته اړ كړاى شي.
په ورځپاڼه كې د جرمني له لومړۍ وزيرې سره په ليدنه كې د ولسمشر كرزي د څرګندونو ځينې برخې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې افغانستان نه غواړي، چې پر نړيوالې ټولنې يو بوج وي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په امريكا كې د بريتانيى د سفير دا سپارښتنه راخستې، چې د لندن په غونډه كې د ولسمشر كرزي وينا بايد په دقت سره واوريدلې شي، څو دا روښانه شي، چې دې په افغانستان كې د اداري فساد، ښه حكومتدارۍ او خپلو سياستونو په اړه څه وايي.
ورځپاڼې په يو بل سرليك بيا ليكلي، چې د لندن غونډه به نن د افغانستان برخه ليك ته يو لورې وركړي.
خو ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا دا غونډه د عامه ذهنونو د اغوا كولو يوه لوبه بللې او ليكلي، دا له بهره په افغانانو تپل شوې يوه نسخه ده نو له همدې امله به يى د افغانستان په روانو حالاتو اغيزې د پام وړ نه وي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه وروستي پرمختګونه څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امن د ټينګولو لپاره د لندن غونډه يو غوره چانس بللې او ليكلي، چې افغان دولت او وسلوال مخالفين بايد په يو مټي ډول له دې موقع نه ګټه پورته كړي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د لندن له غونډې سره د افغانانو د سولې او پرمختګ هيلې تړلي دي.

افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼېد لندن غونډې ته د روسيى دا وړانديز راخستې، چې د نړيوالې ټولنې د مالي ملاتړ په شرط حاضره ده، چې په افغانستان كې د كابو يو سل او پنځوسو صنعتي مركزونو او بنسټونو د بيارغونې مسؤليت منلو ته تياره ده.
البته د ورځپاڼې په وينا دا هغه مركزونه او بنسټونه دي، چې د پخواني شوروي اتحاد لخوا په افغانستان كې جوړ شوي وو.
ورځپاڼې په سيمه كې د شتو لانجو د هواري په برخه كې د تركيى روان رول هم څيړلې او ليكلي، چې تركيه ورو ورو د اسلامي نړۍ د يو نوي مركز په توګه د رابرسيره كيدو په حال كې ده.
په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د بمباريو له ويرې په سلګونو كورنۍ د خپلو كورونو پريښودلو ته اړ شوي دي.