کور / خبرتیا او پيغامونه / د اطلاعاتو او کلتور وزير ته د لر او بر ويبپاڼي پيغام

د اطلاعاتو او کلتور وزير ته د لر او بر ويبپاڼي پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم


هالنډ – ۲۹-۱۰-۲۰۰۷


د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي عبدالکريم  خُرم د ۲۰۰۷ اکتور ۲۷ نېټه د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا د درې سوم تلين په مناسبت په خپل پيغام کي ژمنه کړېده چي په ښکلې او مناسبه بڼه به د صوفي شاعر رحمان بابا دېوان چاپوي او د هغه پر قبر د ډبرليک جوړولو تر څنګ د هغه مزار په مرمرو وپوښي ، په پيغام کي داسي راغلي دي .


  ” زه د اطلاعاتو او فرهنګ د يوه خدمتګار په توګه د علومو اکاډومۍ دغه څيړنيز او علمي سمينار جوړول ستايم او دا ژمنه کوم چې په مناسب فرصت کې به د پښتنو ددغه معنوي با‌با شعري ديوان د يوې معنوي او ادبي پانګې په توګه په ښکلې او مناسبه بڼه له سره چاپ کړو ،همدغسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا به په پيښور کې د رحمان بابا په مزار کې دده پر قبر ډبرليک نصب او پر مرمرو به وپوښل شي “


که څه هم دغسي چارو ته پاملرنه او ساتنه د يوه هيواد د کلتور د وزارت دنده ده  خو ؛ د اطلاعاتو او کلتور مخکني وزير ملي ضد او افغاني ضد کړنو ته په پام کي نيولو سره د لراو بر ويبپاڼي اداره د اطلاعاتو او کلتور د وزير ددې ملي او افغاني احساس ستاينه کوي او ددې تر څنګ د ژمي او بارانونو څخه مخکي د هلمند د بست تاريخي کلا (( چي دځينو دولتي افغان دښمنه کړيو له خوا يې د ورانولو هڅي رواني سوي دي)) د ژر ژغورني او ساتني د اقدام غوښتنه کوي .


همدا ډول د لر او بر ويبپاڼي اداره د ښووني او روزني او لوړو زده کړو  د ښاغليو وزيرانو څخه هم غوښتنه کوي چي د ډيورنډ کرغيړني کرښي هغه پلو مېشت افغان ولس له ياده ونه باسي ، وخت په وخت د هغوی له حاله ځانونه خبر کړي ، د افغان ولس د بچيانو سره ددوی په مورنۍ ژبه د ښووني او روزني او افغان محصلينو سره د لوړو زده کړو په برخه کي خپله مرسته او همکاري وکړي.



په درنښت


عبدالله احسان
د  لوی افغانستان لر او بر ويبپاڼي چلوونکی