کور / علمي / غږونه د ژ بې او غږپوهنه د ژبپوهنې بنسټ دی

غږونه د ژ بې او غږپوهنه د ژبپوهنې بنسټ دی

 او بې له دې هره ژبنۍ ليکنه څېړنه بې بنسټه ده


پوهاند دوکتور م.ا. زيار   ۸ جنوري ۲۰۰۸ 



غږپوهنه (Phonology) د ژبپوهنې همداسې يو ساينتېفيک بنسټ دي، لکه شمېرپوهنه(رياضي) چې د فېزيک بنسټ دی. هماغسې چې بې رياضي فېزيک د يوې پوهنې په توګه راڅرګندېدای نه شي، دغسې ژبپوهنه له درو ګونو رغښتي(سپړيزې، پرتليزې او تاريخي) څانګو سره هم بې غږپوهنې، پوهنه کېدای نه شي. له تش په نامه زړې دوديزې ژبپوهنې يا اوسنيو اماتوري ژبنيو ليکنو څېړنو سره د رښتينې يا نوې ژبپوهنې لومړنۍ بريد ليکه همدغه ساينتيفيکه او بنسټيزه څانګه او ورسره تړلې(اَر پوهنه يااېتېمولوجي) ده او له همدې سره نوې ژبپوهنه د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې هغې په لومړيو کې رښتياينه مومي.


پښتو غږپوهنه


له ښه مرغه نوې پښتو ژبپوهنه هم له نوې ژبپوهنې سره څه ناڅه هممهاله راپيل شوې او هغه دا چې فرانسي دارمستېتر پر1888 کال د لومړي لويديز ژبپوهاند په توګه د پښتو غږپوهنې او اَرپوهنې اړوند نښير خپور کړ او بياالماني ګايګر او نارويژي مورګنستيرن نورهم پسې بشپړ اوکره کړ.که نه، تر دارمستېتر له مخه راورټي، بيليو او نورو له پښويې او وييپانګې سره پښتو ژبپوهنه پر مخ وړې وه. دارمستېتر همدا تر هرڅه له مخه د همدغې لومړۍ څانګې په مټ نه يوازې د پښتو اَريانيوالی او بيا شمالختيزوالی په هراړخيزه توګه زباد کړ بلکې له اوستا سره يې تر خورولۍ هم ورتېره کړه، هغه هم د يوه پښتو غږ(ځj) په لاسونداو دا وړاندويينه وکړه چې ښايي د اوستا ترڅنګ يوه يوه بله زړه باختري ژبه کېدای شي چې دغه غږ ولري. هماغه وه چې پر 1900کال يې د خوتن ساکي ژبې له رابرسېرنې سره د شاګرد شاګرد((استاد مورګنستيرن)) پکې دوه نيمې لسيزې وروسته تر ډاکتري پوړۍ خپلې زده کړې بشپړې کړې او د پښتو د ساکيوالي ليد توګه يې څه ناڅه نيمه پېړۍ راوروسته د کابل د1975 کال په نړيوال پښتو سيمېنارکې ډاګيزه کړه. تر دارمستېتر له مخه د غږپوهنې ساينتېفيکوالی له دې زبادېږي چې دغږونو زېږ ځايونه، زېږ ډولونه او اوريز اړخونه د بيالوجۍ او غږيز يا صوتي فېزيک په رڼا کې څېړي، په بله وينا، (زېږيزه، اوريزه او ازمايښتي) در ېګونه څانګې يې په دغو دواړو جوتپوهنو اړه لري.
زموږ دوديزواو اوسنيوناڅانګيزو ژبڅېړونکودزړې عربي پښويپوهانو( صرفيانو او نحويانو) په پېښو هم((غږونه)) ((توري)) بللي اوهم وييکي (پارتيکلونه). او د غږ پوهنې پر ځای د پښتو ابېڅې(الفبې) يو لړ هومره د خپلو ګرامرونو په سر کې وړاندې کړی. د(ی ګانو) او(واوونو) ډولونه يې ((مجهول)) او((معلوم)) ور نومولي او غبرګغږونه(ديفتانګونه) يې ملاين او ثقيل يا نرم و څرګند؛ واوېلي(ه) يې غير ملفوظه او کنسوننټي هغه يې ملفوظي بللې ده. غږيزه ابېڅې يې خو په ارواکې هم نه ګرځېده چې په کارونګ سره يې د ګردو((توريو)) وينګ هومره راوښوولای شي.
د پښتوژبپوهنې د نورو برخو تر څنګه د يوې-کره پښتو ليکلارې او ليکدود پر وړاندې دناڅانګيزو ليکوالوورانپوهاوی او مورچلنيوی هم د دغې ربړې زېږنده  ګڼل کېږي.


غږپوهنه او غږيزه ابېڅې(فونيميکي الفبې)


دا هم جوته ده چې د نورو ژبو غوندې نوې ساينتيفيکه غږپوهنه بې غږيزې ابېڅې شتون او رښتياينه نه شي موندلای. که څه هم د نړيوال فونېتيک الفبېټ په رڼاکې د ختيځپوهانو له خوا رامنځته شوې او د اتلس پروژې دننه د 26 افغاني ژبو 284 ګړدودو لپاره کارول شوې پښتو غږيزه يا فونيميکه ابېڅې ما پر 3156 ل کال د وخت پر پښو ټولنه و منلای شوه، خو له غږپوهنې ناخبر يوه تش په نامه ژبپوه د بېځايه اړونو او زياتونو ښکارشوه او هماغسې ناسمه د ټولنې او بيا اکادېمۍ ناڅانګيزو غړيو ړومبی ځل په ((تشريحي قاموس)) کې پر کار واچوله. د ژبپوهنې هغه داوه ګير دومره هم نه پوهېده چې د پښتو په هېڅ يوه ګړدود کې عربي زېر، پېښ، دوه ډوله لنډه(معروفه ي) او دوه ډوله اوږده(مجهوله ې) ګرد سره نشته. په دې توګه يې د اووګونو پښتو خپلواکو(واوېلو) شمېره تر لسو ور اړولې او اړوند سېمبولونه(توري) يې هم ورته له خپلې ګېډې را اېستلي او همدارازيې د 27 بېواکو(کنسوننټو) شمېره هم څلوېښتو ته ور نژدې کړې ده!
د تاريخ ليکونکيو او متن ليکونکيو سر هم په دې نه خلاصېږي چې زه د پښتو او پښتنو تاريخ د تاريخي غږپوهنې او بيا اَرپوهنې په ازمېښتون کې ور زبادوم او دوی راته د پلاني او بېستاني روايتونه رامخته کوي. داراز چلندهغه کيسه سترګوته نېغه رادروي چې يوناني پوهان سره د خره د غاښونو پر شمېره نه جوړېدل او يو شاګرد اجازه وغوښته چې هغه دی، په شوتلو کې يو خر څري، وربه شم او غاښونه به يې وروشمارم! ټول استادان پرې را برګ شول او خبره يې په خوله کې ور وچه کړه: ((هماغه شمېره باوري ده چې د پخوانو استادانو په کتابونو کې راغلې ده!)).
د شلمې پېړۍ په سرکې يو دوو ختيځپوهانو، لکه ګرير سن او لاسن ((پښتون)) د هېرودت له((پکتويس Paxtves)) سره يو ګڼلی وو. راوروسته استاد مورګنستيرن او نورو نويو ژبپوهانو د پښتو غږپوهنې او بيا تاريخي غږپوهنې او ورسره تړلې اَرپوهنې په ساينتېفيکو اَرونو هغه انګېرنه ناسمه زباد کړه او پرځای يې تر هغې لا لرغونې اَره او منشأ ور پيدا کړه، خو زموږ دوديز وال او ان نوي اکادېميک تاريخپوهان او (له تاريخي غږپوهنې او ژبپوهنې ناخبر) نيم نيمګوري ژبپوهان تر اوسه پرهماغه پکتويس ټينګ او ترينګ پاتې دي. ارواښادکهزاد لا له زړو هندو اَرياني وګړنومونو او ځاينومونو(پکهت، بلهيکا، بخد و بلخ…) سره وتاړه چې پکتيا او پکتيکا ترې هم را وزېږول شول، کټ مټ لکه((دري)) له((تخاري)) څخه، چې بيا تخار او تخارستان ترې په همدې ناسمه غږپوهنه او اَرپوهنه رامنځته کړ شول! (پوره څرګندتيا: پښتو او پښتانه د نوې ژبپوهنې په رڼا کې112- 118 مخ).
د پښتون هندي انډول((پټهان)) له غږ پوهنيز دوی(قانون) پلوه له ډېرګړي يا جمعِ((پښتانه)) سره تړاو ورکړشوی، حال داچې ګنداسنګ او دهغه په ړندو پېښو زموږ تاريخ ليکونکي له((پتنه)) سره تړي(Morgenstierne 1927p. 61).


غږپوهنه او تاريخي- جغرافيايي ژبوېش


لويديز اَريانپوهان د درې پېړييزو تاريخي-پرتليزو څېړنو او بياد نونسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې په لومړيو کې د ساينتيفيکې غږپوهنې د فار مولونو په کارونه پردې نورهم ښه ترا بری وموند چې له درېګونو تاريخي پېرونو سره د اړوندو ژبو څلورګونې جغرافيايي ډلبندي په غوڅه او کره توګه رامنځته کاندې. په دې لړ کې شمالختيزه يا باختري ډله چې له اَره د لرغونې اَريانا منځۍ را نغاړي، د سوېل لويديزو، شمال لويديزو او سوېل ختيزو درو سرو ډلو د درو سرتمغږونو (ګ-د-ب)پر وړاندې (غ-ل-و) لري. د همدغه فارمول پر بنسټ پښتو له نورستاني او پاميري ژبو سره زموږ د هېواد اَره او بومي او بيا يوازېنۍ ډېرۍ(اکثريتي) ژبه ګڼل کېږي. داساينتېفيک زباد د هغو نه پوخلا کېدونکو افغان دښمنو((افغانستانيانو)) هغه ټولې انګروزې ورشنډوي چې غواړي، خپله لږه کۍ پارسي((دری)) د تخاريوالي يا باختري والي په بې سرو بوله پلمه او سپسته د افغانستان يوازېنۍ ملي-رسمي ژبه کړي او په دې توګه پر ټولو ژبتوکميزو(اتنو لېنګويستيکو) او تاريخي- جغرافيايي واقعيتو نو تورې خاورې و اړوي!


غږپوهنه د ډبرليک د کيلۍ په توګه


ارواښادعلامه حبيبي هم له (تاريخي) غږپوهنيزو اَرونو او فارمولونو څخه د ناخبرۍ له کبله د ډبرليکونو په شننو او نومېرنو کې بنسټيزې تېروتنې کړي او يوازې يې وييپانګيزې(لغوي) همرنګۍ په پام کې نيولي دي. د ساري په ډول د هخامنشي پارسي بېستون ډبرليک پښتو او دکنېشکا د سره کوتل ډبر ليک پارسي کو ي. په تېره دويم دا چې دهغه بل په څېر يې د ډېرو نومياليو اروپايي ژبپوهانو (ماريک، هينينګ، هومباخ، سيمس ويليمز…) پر خلاف تخاري او بيا((مادر زبان دری)) انګېرلې چې ياد شوي دښمنان يې هم د نورو بې سرو بولو ماويلو تا ويلو په سرسر کې رامخته کوي(زيار: بازهم از روايات و ګومګو های ادبي- تاريخي تا موازين سانتيفيک زبانشناختی در مورد خاستګاه زبان پارسی دری ).

.