کور / تازه خبرونه / د اسامه بن لادن بله فیته راووتله

د اسامه بن لادن بله فیته راووتله

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه حبر کی وایی چی نن ( جمعه ) الجزیره ټلویزیون د اسامه بن لادن یو آډیو کېسټ خپر کړ چی په هغه کی بن لادن د محیط د ککړوالي په باره کی امریکا سخته غندلې ده . بن لادن پر نړۍ ږغ کړی چی د امریکا پر محصولاتو او امریکایی ډالر بندیز ولګوی . ده په خپل دغه پیغام کی امریکا او صنعتی هېوادونه د چاپیریال د ککړتیا په تور سخت غندلي دي . ده وویل چی د دې اعمالو د مخنیوي په خاطر باید د امریکا د اقتصاد څرخ ودرول سی . تیره اوونۍ هم د بن لادن یوه فیته راوتلې وه .
څیړونکي وایی چی دا لومړی ځل دی چی بن لادن سیاسی ، مالی او ټولنیز مسایل په یوه پیغام کی ګډ وړاندی کوی .