پښتنه پيغله

سعيد لودين | جنوري 29th, 2010


په ميوند کى ملا تړلى دزلمو شاته ولاړه

پښتنه پيغله ملاله

چى پرى فخر پښتانه کړى يادوى تل په وياړه

پښتنه پيغله ملاله

لوړ يى وساته بيرق د آزادى څه پښتنه وه باهمته

نن تاريخ کى د طالب په نوم دى خپلو پښتنوکړله حلاله

پښتنه پيغله ملاله

فکروکړى پښتنو داڅه ننګينه تماشه ده

څوک يى ښکار دخپل هوس کړىڅوک يى خوشى کړى په شاړه

پښتنه پيغله ملاله

نن قابض دى په وطن بيا پيرنګى دى

همت وکړه نن دى هم دا ده تر څنګه دى ولاړه

پښتنه پيغله ملاله

Copyright Larawbar 2007-2024