کور / شعر / پسرلی

پسرلی

پسرلی
ما چېرې واړولو
زه چېرې واوښتمه
کلی خو داسې نه وه
نورو کلونو کې یوازې د دې کلي د توتانو پاڼې زېړې به شوې
خو سږکال ټول کلی ژېړ شوی رژېدلی ښکاري

خداې چې مې لار کې دمه نده کړې
د اوږدې لارې د شپو ورځود اوږدو لنډو لمونځونو وخت مې هم په مزلونو تېر کړ
ما وې چې یو ځای کلیوالو سره،
راټولم به قضایي لمونځونه

نا وخته شوې نده،
په دغه لوی کلي کې
خلک ښکته پورته کېږي خو نه.
دوی نو له چانه مرور دي چې کورونه یې تش کړي او بهروتلي؟
ولې کورونه نړېدلي او باغونه سپېره شوي دي ټول؟
دکلیوالو ویالې چا دي وچې کړي زما،
چې د اوبو د جل وهلیو ټکو ټکو پسې
دي غزولي جل وهلي ژبې.
له کومه وخته درېدلې دي په ټپه دشنو وینو شېبې
چې ددې کلي د فصلونو په رګونو سا نه خوځېږي؟

نه نه !
کلی بې خلک ندی
زه یې د ړنګو کلاګانو د کورو لوګي وهلیو دروازو نه ګونګوسې آورمه.
وینم جومات سره ګاونډ دهغه کور دبام مورۍ نه د لوګیو پاغوندې دونو څانګو نه خپل ځان ځاروي.
شاید چې نن په هغه کور کې د ملا د ډودۍ وار وي که څه؟
که ملا وي ، و لې ونه نازول
زما غوږونه د آذان ټیکیو؟

نورو کلو کې زما زېرۍ توتکۍ راوړله
او کلیوالو ورته
زما دزېري په بدل د دیوالو نواو برجونو په سورویو کې کورګی ورکول
او یا دونو له شنو څانګو منجیلی وهلې.
او توتکۍ ځانته دټولو کلیوالو په شان
کوراو کهول جوړول.

اوه! توتکۍ راغله راغله
توتکۍ راغله راغله
هۍ هۍ توتکۍ هغه ده نژدې شوه راته
اوس به کورونو باندې زېرۍ کوي
وایي به زېری
زېری
خلکو له مانه دلته مخکې پسرلی راغلی.
زما دنوم په آورېدلو به پرشونډو موسکا وغوړېږي
کوڅې په وموسېږي
څانګو غوټیو ته سینه خلاصه کړي
بیا به دونو او دبوټو دخنداوو د کړسونو بارانونه وشي.
ولې به وبهېږي
اوداوبو جامونه وڅڅوي
دکلیوالو د مړژوانده فصل
پر جل وهلي ژبې.

پېغلې په شنو او سرو لمنو کې به ووځي له کورونودپولیو د شرنګاوو هنګامه جوړه کړي
منګي پر سر منګي په غېږه د ګودر لاره کې
دمازیګر د ژېړي لمر تاوده مچکو نه به مخ په پلو نه پټوي.
او د ګودر پرغاړې
دپسرلي د شنو شیبو دهرکليودمستیو تندې
دخپلو لېچود بنګړو په ترانو ماتوي
ځوانان دکلي،
دساتنې په پلمه د کروندو، د پېغلو لارې څاري.

توتکۍ ستړې مشې
ګوره چې سږکال زه له تانه دلته مخکې راغلم
زرشه ورځه خلکو ته زېری ورکړه
چې د کنګلو په هیندارو کې سپرلي ته هر کلی ووایي
څانګوته زېری شه چې ژر به ګلغوټیو ته سینې پرانيزي.

– چاته به زېری ورکړم؟
– د څه شي زېری ورکړم؟
وګوره هلته د ګاونډ کلا دلوړ دېوال سورۍ کې مې کوډله وه،بچي زما سندرې پېلې
چې پرې ناڅاپه یوڅه ولوېد دکلا برجونه ړنګه بنګه ونړېدل
ما نور د خپلو بې بڼکو بچو نښې چېرې ونه ليدې.
زړه ته مې وګوره پرهر دی او څڅېږي ورنه
زما د ژوند دټپي شویو شېبو څاڅکي څاڅکي.
غواړې چې ته ورباندی ودوړوې نورې مالګې؟

هغه ده وګوره ها چټه پېغله
چې به کیسو ته د مستۍ یې د ځوانانو خولې اوبه کولې
ځه ورنه وپوښته سپرلیه ا و ځواب یې واوره.

– پېغلې سلام!
زه پسرلی یم تاته شین شال ما سوغات راوړی
واخله کنه؟
– نه نه
– له موږ نه هېر دي د سپرلو دشنو شېبو بویونه
له موږه هېرې شولې
هغه مستۍ چې مو کولې له خورلنډو سره
دګودرونو او ویالو غاړو کې.
موږ سپرلي هېر کړی
او دځنګلونو دشنو څانګو د چڼچڼو«غچغچونه» مو په خدای سپارلي.
لاړشه دکلي شاته
وګوره څومره پلنه شوې هدیره د کلیوالو زموږ
ورځه دا شین شال دې کړه څیرې څیرې
او دځوانانو د قبرونو دشناختونو په خادو پورې یې وځړوه – ځه سپرلیه –
چې دلته بورې مېندې
دوچو شونډو پر پتریو خندا نه ماتوي
تورو ټیکریو لاندې
دکلي کونډې ستا سترګکو ته سلام نه کوي.
زموږ د پېغلو دغه مست تیونه
دخپلو ورونو جنازو پسې په ځمکو موښل شوي دي مستي نور ورته پاتې نده.
ماشومانه یتیمې سترګې په دې کلي کې دادا، دادا غږونه کوي.

هو! هو!
دغه کوچنی هلک زه پېژنمه
چې لا پروسږ یې په پښو کې څپلې نه درلودې
او سپرلني مېلو کې
خپلو همزولو سره یو ځای یې هګۍ جنګول
– دلته راشه
پېژنې مې؟
زه پسرلی یم
ستا همزولي څه شول؟
چېرې هګۍ جنګوۍ؟

– همزولي نشته
څه په لر او څه په بر خواره واره شول څوک را پاتې ندی.
هګۍ هم نشته چې یې وجنګوم.
مور راته ویلې سږ به چرګه پر هګو کینوو
هګۍ چورګوړي به شي
بیا به شي چرګې او سپرلي ته به هګۍ اچوي
خو څه پرې راغله ناڅاپي
مور او هګۍ او چرګې ټول یې داسې والوزاوه
چې موږ بیا ونه لیده مور مو څه شوه؟
خورکۍ مې هره شېبه ژاړي او ادې لټوي
او په ژړا ژړا کې
ادې ادې نارې وهي او ځي د خوب غېږه کې ځان پټوي.
دخور سلګۍ مې تیندکونه وهي
خپه ادې لټوي
خو ادې لاړه !
چېرې لاړه ؟
بیا را ونه ګرزېده.