کور / تازه خبرونه / آى، ايس، آى: ملامحمدعمر له القاعدې څخه جلاکېږي

آى، ايس، آى: ملامحمدعمر له القاعدې څخه جلاکېږي

د پاکستان د استخباراتي شبکې پخوانى آفسر سلطان عامر تارڼ له يوې برتانوۍ خپروني سره په مرکه کي ويلي طالب مشر ملامحمدعمر اخند د افغانستان د سولي په خاطر له القاعدې څخه بېلېدو ته تيار دئ.
سلطان عامر تارڼ وايي ملامحمدعمر اخند يو زړه سوانده او ښه شخصيت دئ او په افغانستان کي سوله غواړي.
د سلطان عامر په وينا په دبۍ کي د طالبانو له ځينو اشخاصو سره د ملګروملتونو خبري کوم موثر ګام نه دئ، ځکه هغوى د طالبانو له هغو مشرانو سره کتلي چي کوم اعتبار نه لري او د طالبانو د شورا کوم غړى پکښي داخل نه وو.
سلطان عامر تارڼ ويلي هغه مذاکرات نتيجه ورکوي چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر پکښي ګډون وکړي.
نوموړي وړانديز کړئ چي دى د افغانانو په خوى او بوى باندي پوهېږي او دا به د ګټي پر ځاى تاوان ولري چي د نړۍ والي ټولني له خوا د طالبانو د وېشلو او يا هم له جګړې څخه د اخيستلو په صورت کي د پيسو وړانديز ورته وسي.
هغه همدا راز ويلي امريکا د افغانستان جنګ ځکه نسي ګټلاى چي د ناټو او امريکا تر خپل منځ باور او اعتماد نسته.