کور / تازه خبرونه / دپلټنيزو عملياتو پرمهال جګړه ونښته

دپلټنيزو عملياتو پرمهال جګړه ونښته

دشمالي پښتونخوا په ادم خېل دره کې دپاکستاني امنيتي ساتونکو له لوري نن سهار وختي پلټنيز عمليات پېل شول او په همدې ترڅ کې وسله والو ياغيانو خپل بريدونه هم پېل کړل او تر دامهاله راپورونه وايي چې دادم خېلو په دره کې درې امنيتي ساتونکي ټپيان شوي دي او په دوو بېلا بېلو برخو کې سختي نښتي دوام لري . پاکستاني چارواکي دنښتو پخلى کوي کو دمرګ ژوبلي په اړه څه نه وايي