کور / تازه خبرونه / روسي پوځ پر جاپاني کب نيوونکو ډزي وکړې

روسي پوځ پر جاپاني کب نيوونکو ډزي وکړې

د روسيې پوځ د جاپان په اوبو کي د کب نيوونکو پر کښتيو باندي ډزي کړي چي له امله يې د جابان حکومت پر روسيې باندي سخت اعتراض کړئ دئ.
د جاپان او روسيې ترمنځ پر څلورو جزيرو باندي له ډېره وخته جنجال دئ چي دواړه هيوادونه يې د خپل هيواد برخه بولي.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دغه کب نيوونکي د خپل هيواد په اوبو کي د روسي عسکرو له خوا په نښه سوي دي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړېکى خرابولاى سي.
بلي خوا ته د روسيې حکومت وايي د دې پېښي په هکله تحقيقات کوي.