کور / تازه خبرونه / جنوري بهرنيانو ته تر ټولو مرګونې مياشت وه

جنوري بهرنيانو ته تر ټولو مرګونې مياشت وه

د ناټو ځواکونه وايي پر افغانستان د امريکا او ايتلافي هيوادونو له يرغل راهيسي په هيڅ يوه مياشت کي دونه مرګ ژوبله نه وه اوښتې لکه د ٢٠١٠ کال په جنوري کي چي ور اوښتې ده.
ناټو ويلي تېر کال يې په جنوري کي ٢٥ تلفات ورکړي وو، خو سږکال په همدې مياشت کي ٤٤ ته ورسېدل.
د ٤٤ وژل سويو مړو له منځه ٢٩ تنه امريکايان دي، چي پروسږکال په جنوري کي يوازي ١٤ تنه امريکايان وژل سوي وو.