کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى: عمرې ته ځي

ولسمشر کرزى: عمرې ته ځي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي پرون تازه د لندن له کنفرانس څخه هيواد ته راستون سو، نن يې په يوه خبري کنفرانس کي سعودي عربستان ته د تګ اعلان وکړ.
ولسمشر کرزي نن په کابل کي خبريالانو ته وويل سعودي ته د تګ موخه يې د عمرې ادا کول، د سعودي له حکومت سره د دوه اړخيزو اړيکو په هکله خبري کول او د سعودي عربستان پاچا د افغانستان په سوله کي منځګړتوب ته هڅول دي.
ولسمشر کرزي وويل دى د افغانستان په بيا رغونه کي د سعودي د حکومت له مرستو څخه مننه کوي، خو د پاچا عبدالله بن عبدالعزيز څخه يې ځانګړې هيله دا ده چي له طالبانو سره په مذاکراتو کي د يوه مسلمان پاچا په حيث منځګړى رول ولوبوي.