کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې له تور لسټ څخه د يو شمير طالب مشرانو د نومونو ويستلو ته په اشارې د ولسمشر كرزي په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغانستان له دې لسټ څخه د لا زياتو نومونو د ويستلو غوښتونكې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امن په ټينګښت كې د سعودي عربستان رول خورا مهم بللې او دغه هيواد ته د ولسمشر كرزي سفر ته په اشارې ليكلي، چې دې غواړي په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره عملي ګامونه پورته كړي.
په ورځپاڼه كې افغان دولت ته د امنيتي او مدني مسؤليتونو د سپارلو لپاره روانو هلوځلو ته هم كتنه شوې او د ناټو د يو وياند په حواله ليكل شوي، چې ۲۰۱۰ ميلادي كال ددغه بهير د پيل كال دې.
په ورځپاڼه كې د ولايتي بيارغونې د ډلو فعاليتونو ته هم كتنه شوې او د يو شمير كارپوهانو په حواله ليكل شوي، چې ددغو ډلو له لارې د نړيوالو مرستو لګول بې اغيزې دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پخلاينې لپاره روانې هلې ځلې څيړلي او پدې اړه شويو وروستيو اقداماتو ته په اشارې ليكلي، چې دا بهير اوس يو نوي پړاو ته د ننوتو په حال كې دې.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې بيا د افغان دولت د سولې له بهير نه شوې نړيوال ملاتړ ته په اشارې ليكلي، چې دې كار د افغانانو په زړونو كې د سولې هيلې راټوكولي دي.
ورځپاڼې په عينې حال كې د ولسمشر كرزي د پرونيو څرګندونو ځينې برخې هم راخستل شوي، چې ويلي د القاعده او نورو ترهګرو په وړاندې د افغان دولت دريځ مقابله ده نه مذاكره.

افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په هيواد كې د سولې او ثبات په ټينګښت كې د ګاونډيو هيوادونو په رول بحث كړې او هغه يى ددې هڅو د بريالي كيدو لپاره خورا ضروري بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په افغانستان كې سوله او امنيت د ګاونډيو هيوادونو په ګټه هم ده، ځكه د ورځپاڼې په وينا دغه هيوادونه خامخا په افغانستان كې له روانې وضعې نه متاثره كيږي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د تركمنستان د ولسمشر په وروستيو څرګندونو تبصره كړې، چې ويلي غواړي افغانستان او يو ارامه او پرمختللې هيواد وګوري.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د شتو ستونزو د حل لپاره په اتحاد او يووالي ټينګار كړې او هغه يى د ژغورنې يوازنۍ لار بللې ده.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې د لندن له غونډې وروسته په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د پاكستان رول څيړلې دې.
خو اصلاح بيا هغه هيلې څيړلي، چې د لندن له غونډې وروسته په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره پيدا شوي دي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزې نن سعودي عربستان ته ځي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ښاغلې كرزې به د سعودي عربستان له باچا نه وغواړي، چې په افغانستان كې له طالبانو سره د خبرو لپاره په روانو هڅو كې مرسته وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د افغانستان روان بحران كورنې نه بلكه يو سيمه ايز بحران بللې او په عينې حال كې دا پوښتنه كړې، چې له طالبانو سره خبرې تر كومه حده عملي اړخونه لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې په يوه حمله كې د پاكستاني طالبانو د مشر وژل كيدو ته په اشارې ليكلي، چې خامخا د كاسې لاندې نيمه كاسه ده كه نه نو د ورځپاڼې په وينا د افغان طالبانو مشران، چې په پاكستان كې ازاد فعاليت كوي ولې نه په نښه كيږي.

افغانستان ټايمز:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د پاكستان په قبايلي سيمو كې د وسلوالو د نښه كولو لپاره د بې پيلوټه الوتكو په حملو بحث كړې او ليكلي، چې دا حملې اغيزمنې دي، خو د طالبانو د له منځه وړلو لپاره كافي ندي.
ورځپاڼې په دوام كې ددغو حملو ترڅنګ د طالبانو په خلاف د پاكستاني پوځ لخوا د موثرو عملياتو د ترسره كولو غوښتنه هم كړې.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې بيا بې پيلوټه الوتكې د ترورستانو ضد يوه اغيزمنه وسله بللې ده.