د امريکا نوى ميزايل پر هدف ونه لګېد

34 | فبروري 1st, 2010


د امريکايي پوځ فضايي ادارې اعلان وکړ چي د دوى نوى ميزايل تر تجربې وروسته ناکام ثابت سو.
دغه ميزايل توغندى چي د کليفورنيا څخه د يکشنبې په ورځ توغول سوئ وو، وايي د رادار سيسټم د خرابۍ له وجي پر هدف نه دئ لګېدلئ.
د وينډر برګ له هوايي اډې څخه خپره سوې اعلاميه وايي دغه نوى راکټ هوا ته په برياليتوب پورته سوئ خو د رادار په سيسټم کي د غلطۍ له وجي ناکامه سوئ دئ.
د امريکا د فضاء دفاعي کمېټې ويلي دغه ميزايل به تر تخنيکي اصلاحاتو وروسته يو ځل بيا تجربه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024