کور / سپورټي / موږ ولي تږي کېږو؟

موږ ولي تږي کېږو؟

مومن تږی


 



زموږ د بدن له ٥٠- څخه تر ٦٠ سلنې پورې برخه له اوبو څخه تشکيل شوې ده . کله چي موږ په جسمي فعاليت،کار او يا حتى ساه ايستولو بوخت يو،زموږ بدن اوبه له لاسه ورکوي . دغه اوبه بايد بيرته تر لاسه شي، د انسان په مغزو کي يوه نقطه ده چي د تندې (تشنګي) مرکز نوميږي نو کله چي د انسان بدن اوبه له لاسه ورکوي نوموړې نقطه متوجه کيږي او د ستوني حجرو ته کومانده ورکوي ، وروسته لومړى موږ ته داسي احساس پيدا کيږي چي ګواکې زمونږ ژبه او ستونى وچ شوي ،بيا د تندې احساس کوو .


د يوه بالغ انسان بدن پنځه ٥ ليتره وينه لري چي درې ليتره يې اوبه دي . پرته له دې چي موږ څومره تږي يو يا مو څومره اوبه څښلي دي؟


په وينه کي د اوبو اندازه هرومرو ثابته پاته وي . يو بالغ انسان په ورځ کي دوه ليتره مايعات څښي،چي کيداى شي اوبه ،مشروبات، چاى او نور وي او يو ليتر نور مايعات له خوړو نه ترلاسه کوو . سابه،هګۍ،غوښه او نور هم د اوبو درلودونکي دي . 


thirsty



(با احساسه اوسئ)