کور / تازه خبرونه / اسټراليا د سېلاب له خطر سره مخ ده

اسټراليا د سېلاب له خطر سره مخ ده

د شمالي اسټراليا په ځينو سيمو کي له څو ورځو راهيسي پرله پسې بارانونه روان دي چي له امله يې ډېري سيمي اوبو لاندي کړي دي.
د کوينزلنډ په شمالي برخو کي د پرون او وړمي ورځي تېز باران پلونه نړولي او سړکونه خراب کړي دي چي له امله يې د سيمي خلګ له سختو ستونزو سره مخ دي.
بلي خواته د دې هيواد د هوا پېژندني ادارې ويلي ښايي بارانونه نور هم دوام وکړي، چي له امله به يې د سمندر د اوبو سطحه هم لوړه سي او ښايي ځيني سيمي تر اوبو لاندي سي.
دا بارانونه په داسي حال کي کېږي چي د اسټراليا ځيني سيمو د څو کلونو راهيسي د وچکالۍ سره مخ دي.