کور / تازه خبرونه / اېران دي ژر تر ژره درې امريکايان خوشي کړي

اېران دي ژر تر ژره درې امريکايان خوشي کړي

د امريکا دبهرنيو چارو وزيري د بحرين د بهرنيو چارو له وزير سره په واشنګټن کي تر ليدني وروسته په يوه خبره کنفرانس کي د اېران پر حکومت ږغ وکړ چي ژر تر درې امريکايي بنديان خوشي کړي.
دغه کسان تېر کال د عراق پولي ته څرمه د اېران په خاوره کي نيول سوي وو، چي اېران د جاسوسۍ تور ورباندي ولګاوه.
د اېران ولسمشر احمدي نژادي وايي دغه امريکايان په دې شرط خوشي کوي چي امريکا څو اېراني بنديان له خپل زندان څخه آزاد کړي.
خو د بهرنيو چارو وزيري هيلاري کلنټن وويل اېران دي بې قيد او شرطه امريکايان خوشي کړي، اما دا يې ونه ويل که اېران دا کار ونکړي د امريکا له کوم عکس العمل سره به مخ سي.