کور / خبرتیا او پيغامونه / سوهېلي پښتونخوا: د شال ادبي بهير په نامه ګډه ټولنه جوړه شو.

سوهېلي پښتونخوا: د شال ادبي بهير په نامه ګډه ټولنه جوړه شو.

په كوټه كې د سوهېلي پښتونخوا د ټولو ادبي ټولنو يو ګډه ټولنه د (شال ادبي بهير) په نامه جوړه شوه د پنجشنبې په ورځ په كوټه كې د سوهېلي پښتونخوا د ټولو پښتني سيمو د ادبي ټولنو په استازيتوب يوه ګډه غونډه جوړه شوې وه چي په ترڅ كې د يوې ګډې ادبي ټولنې پر جوړېدو بحث وشو او له بېلابېلو سيمو څخه راغليو شاعرانو او ليكوالانو د دغې ټولنې د نامه په اړه خپل- خپل وړانديزونه وركړل چي په پاى كې د (شال ادبي بهير) نوم اعلان شو. په غونډه كې د ږوب، قلعه سيف الله، چمن، برښور او كوټې ګڼ شمېر شاعرانو او ليكوالانو ګډون كړى و، دوى د دې نوي بهير په اړه هيله څرګنده كړه چي د سوهېلي پښتونخوا د هرې سيمې شاعران او ليكوالان به له دې وروسته په ګډه د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختګ لپاره كار كوي. نوميالي ليكوال او فولكلوريسټ پوهاند سيال كاكړ د شال ادبي بهير د پيلېدو د رسمي مراسمو پټۍ پرې كړه او بيا وروسته پرېكړه وشوه چي دغه بهير به په كوټه او همدارنګه په نورو پښتني سيمو كې اوونيزې ادبي او علمي غونډې جوړوي چي په ترڅ كې به يې كره كتنې، مشاعرې او علمي سېمينارونه جوړېږي. د دې ګډ ادبي بهير اړتيا ځكه پېښه شوه چي د پښتنو د نورو پښتني حوزو- لكه پېښور، كابل او كندهار غوندې- دلته هم بېلابېلې ادبي ټولنې موجودې وې چي ادبي كارونه يې سره محدود ول او ځينې ليكوالان به د نورو ټولنو غونډو او سېمينارونو ته نه ورتلل، د پښتو ادبي بهير به د سوهېلي پښتونخوا د ټولو سيمو د ليكوالانو يو ګډ ادبي سنګر وي، چي له دې لارې به په ګډه د خپلې ژبې او كلتور لپاره خدمت كوي. دا چي د پښتو ادبي بهير تګلاره به څه وي پر دې به په راتلونكيو غونډو كې خبرې كېږي. د شال ادبي بهير د بنسټ ايښودلو په غونډه كې پروفيسر سيال كاكړ، مقدس خان معصوم، پروفيسر محموداياز، صادق ژړك، خليل منور، له ږوب څخه داودبخت مندوخېل، سرباز پشتون، له چمن څخه عادل اڅكزي، مظلوم جان، له قلعه سيف الله څخه نواز قائل، ديدار كاكړ، له برښور څخه عبدالستار راهياب او له كوټې څخه باركوال مياخېل، حبيب الرحمان تاثير، قاسم ابدال، آغا جان همدرد، محسن حسني، عبدالقادر مفتون، غني خان غزنوي، احمدروښان ستايوال او نورو ګڼ شمېر شاعرانو او د ادب مينه والو ګډون كړى و



صادق ژړك بهيروالو ته وينا كوي، پوهاند سيال كاكړ، مقدص خان معصوم او محموداياز ناست ليدل كېږي.



پوهاند سيال كاكړ د شال ادبي بهير د پيلېدو د رسمي مراسمو پټۍ پرې كوي.



د شال ادبي بهير غړي