داوښکو پرهر

36 | فبروري 5th, 2010


نن له نوي دردژغیږي زما ناسور پرهر داوښکو
راشه وامې خله جانانه یو ځل بیا خبر داوښکو

نور مې خوف اوویره نشته دغمونه په صحراکې
بدرګه راسره درومي څنګ په څنګ لشکر داوښکو

څه که اوښکې او لفظونه راښویږي مې له زړه نه
نه مې څوک په ژبه پوه شو نه مې شته اثر داوښکو

پرې دمه تڼاکې زړه کړه نور مې وس نشته جانانه
له مودومې درته ویړدی په ګریوان ټغر داوښکو

دسلګیو په کاروان کې په صحرا دشپې کې درومي
نه لنډیږي لویه خدایه زما دغم سفر داوښکو

دغم سیند پکې ایسار دی ته به هم پکې لاهو شې
پټي سترګې مې لږ پریږده مه پرانیزه ور داوښکو

ولې قهر دې زیاتیږي نور څه غواړې ستمګره
نه مې چیغې شته په ژبه نه مې شوروشر داوښکو

هره خواه زرپرستان دي په دې چم کې يې تول نشته
پریږدئ خاورو کې شي خاورې د( حسن) جوهر داوښکو

Copyright Larawbar 2007-2024