اوباما د ۷ وژل سوو سی آی اې والو یادوَني ته ورځي
فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی بارک اوبامابه نن د سی آی اې د هغو ۷ افسرانو د یاونی مراسمو ته ورځی چی د تیر ډسمبر پر دیرشمه د افغانستان په خوست کی د یوې استشهادی حملې په ترڅ کی وژل سوي وو . دغه حمله یو اردني استخباراتی افسر ( خلیل ابو مُلال البلاوی ) کړې وه . په دغو ۷ افسرانو کی یو هغه ۴۵ کلنه مجربه افسره هم شامله وه چی د سی آی اې په تروریزم ضد شعبه کی یې لس کاله کار کړی او څو څو واره افغانستان ته تللې او د درو اولادونو مور وه . په افغانستان کی د سی آی اې مرستیال هم په هغه حمله کی ټپي سوﺉ و . دا حمله د ۱۹۸۳ کال راهیسی پر سی آی اې باندی تر ټولو غټه حمله وه چی ډیر مهم افسران یې پکښی ووژل سول او همدا اهمیت دی چی بارک اوباما به نن تر واشنګټن دباندی د ویرجینیا په لانګلی کی د هغوی په اصطلاح د احترام مراسمو ته ورځي .