کور / تازه خبرونه / په خوست كي پر بهرنيو ځواكونو ځان وژونكې حمله وسوه

په خوست كي پر بهرنيو ځواكونو ځان وژونكې حمله وسوه

د خوست امنيتي چارواكي وايي چي نن سهار لس بجې د بهرنيو ځواكونو پر كاروان ځان وژونكې حمله سوې.

د خوست د امنيتي ځواكونو د همږغۍ د مركز مشر جنرال نواب وايي ځان وژونكې حمله د خوست ښار شمال ته د اسماعيل خيلو په سيمه كي د بهرنيو ځواكونو پر يوه موټر وسوه.
نوموړى وايي چي په دغه حمله كي د بهرنيو ځواكونو يو پوځي موټر زيانمن سوى او نور زيان نه لري.
په خوست ولايت كي بهرنيو ځواكونو هم د دوى پر كاروان ځان وژونكې حمله منلې خو نور معلومات يې نه دي وركړي.

خو د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ادعا كړې چي په دغه حمله كي يې د بهرنيو ځواكونو دوه موټره او په كي سپاره كسان له منځه وړي

سيميزو چارواكو دا ادعا رد كړې ده.