کور / تازه خبرونه / د کربلا پر زيارت کوونکو بله چاودنه وسوه

د کربلا پر زيارت کوونکو بله چاودنه وسوه

د کربلا په ميدان کي د حضرت امام حسين (رض) پر شيعه زيارت کوونکو يوه بله چاودنه وسوه چي شل تنه پکښي مړه او تر ٨٠ ډېر يې زخميان کړي دي.
د عراق شيعه ګانو د امام حسين او کربلا د نورو شهيدانو د ماتم څلوېښتي لمانځله چي دغه چاودنه پر سوې ده.
تر دې دمخه په بغداد او خپله همدغه ميدان کي نوري چاودني هم پر دغو زيارت کوونکو سوي چي درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.