کور / تازه خبرونه / کراچي: تر پرونيو چاودنو وروسته ښار تړلئ دئ

کراچي: تر پرونيو چاودنو وروسته ښار تړلئ دئ

د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچي ښار کي پرون يوه ځانمرګي بريد او بمي چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله چي له امله يې دغه ستر تجارتي ښار يو ځل بيا نا کراره کړ.
لومړنۍ چاودنه پرون د جمعې په ورځ پر ځايي وخت ماپښين درې نيمي بجې پر فيصل شاهراه باندي وسوه چي د پوليسو په وينا يو ځانمرګى بريد وو.
دغه حملې ٢٢ تنه مړه او تر ٧٠ ډېر زخميان کړل.
د کراچي د پوليسو مشر وايي د پېښي ګرده قربانيان عام وګړي دي، چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
په ښار کي حالات وروسته له هغه کړکېچن سول چي روغتونونو ته د ټپيانو د انتقال پر مهال د جناح روغتون په پارکينګ هم يوه چاودنه وسوه.
دوهمي چاودني درې تنه مړه او يوولس ټپيان کړل، چي وروسته پوليسو په همدغه روغتون کي د دوو نورو چاودنو د مخنيوي خبر ورکړ.
د کراچي د پرونيو بريدونو مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او ټولو سياسي ګوندونو د درې ورځني ماتم اعلان کړئ دئ.
د سند ايالت وزيراعلى د پرونۍ پېښي له قربانيانو سره د نغدو مرستو اعلان کړئ چي د مړيو کورنۍ ته يې پنځه – پنځه لکه او د ټپيانو دپاره يې يو – يو لک پاکستانۍ کلداري ټاکلي دي.
د کراچي ښار څخه ورکړل سوي خبرونه وايي چي نن د ښار ټول تجارتي مارکېټونه تړلي دي، سړکونه له ټرافيکو خالي او د شور او ږوږ پر ښار باندي خاموشه چوپتيا خپره ده.