کور / تازه خبرونه / بهرنيانو د کاپيسا د امنيت امر ونيوئ

بهرنيانو د کاپيسا د امنيت امر ونيوئ

د کاپيسا ولايت د امنيت امر د ايتلافي ځواکونو له خوا نيول سوئ دئ، چي اوس يې په ملاتړ د دغه ولايت په مرکز کي مظاهره روانه ده او د نوموړي د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کوي.
د کاپيسا ولايتي مقامات د امنيت د آمر نيول مني، خو نه بهرنيو ځواکونو او نه هم د کاپيسا چارواکو د نوموړي د نيولو علت په ډاګه کړئ دئ.
راپورونه وايي د کاپيسا د امنيت آمر وړمه شپه د ايتلافي ځواکونو له خوا د خپل کور څخه نيول سوئ او پر يوه نامعلوم لوري يې انتقال کړئ دئ.