کور / تازه خبرونه / د زعفرانو خوراک سترګو ته ګټه لري

د زعفرانو خوراک سترګو ته ګټه لري

طبيبانو تل په خوړو کي د زعفرانو استعمال ګټور بللئ، خو دا لومړى ځل دئ چي د تجربو پر اساس زعفران د سترګو ديد او د ژور خپګان ناروغيو ته ګټور بللي دي.
د اسټراليايي څېړونکو له خوا ترسره سوي تحقيقات ښيي هغه کسان چي په چايو او خوړو کي زعفران استعمالوي د سترګو ديد يې ډېر او د ژور خپګان يا ډيپرېشن څخه په امان دي.