کور / تازه خبرونه / د عالمانو شورا د طالبانو سره د سولي پلان ملاتړ اعلان کړ

د عالمانو شورا د طالبانو سره د سولي پلان ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان دعالمانوشورا نن په رسمي ډول اعلان وکړ چي د طالبانوسره د سولي د پلان ملاتړ کوي ، د نوموړي شورا مشر نن په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال اړينه وبلله چي په داسي خبرو کي دي د ګاونډيو او اسلامي هيوادونو استازي هم برخه واخلي .
ولسمشر کرزي مخکي اعلان کړی و چي د سعودي عربستان په مرسته به د طالبانو سره د سولي پر پلان کار کوي ، په پام کي ده چي راتلونکی کال به په دې اړه په افغانستان کي يوه لويه غونډه جوړه سي .
طالبانو تر اوسه داډول خبرواترو ته تيارئ نه دی ښوولئ او د هر ډول خبرو اترو لپاره د افغانستان څخه د يرغلګرو ځواکونو وتل د لومړي شرط په توګه ياد کړي دي .