د ناټو درې پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 9th, 2010


ناټو نن خبر ورکړ چی همدا نن ( سه شنبه ) یې دوه پوځیان د افغانستان په جنوب کی ماین په هوا کړل چی دواړه امریکایی عسکر وو ، او درېیم یې د هېواد په ختیڅ کی د طالبانو سره په مخامخ جګړه کی ووژل سو خو هویت یې نه دی ښودلی چی د کوم هېواد و . پرون هم درې برتانوي پوځیان په هلمند کی د خاورو مېلمانه سوي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024