کور / تازه خبرونه / مصر د اخوان المسلمين مشران نيسي

مصر د اخوان المسلمين مشران نيسي

د مصر امنيتي ادارو په داسي حال کي د اخوان المسلمين ګوند د مشرانو نيولو ته لاس اچولئ چي په دغه هيواد کي پارلماني انتخابات را رسېدونکي دي.
د اخوان المسلمين ګوند يوه وکيل عبدالمنعم عبدالمقصود وايي امنيتي ځواکونو د ګوند مرستيال مشر محمود عزت او د عصام الريان په ګډون څو نور مشران د زندان تورو تيارو ته ور ټېل وهلي دي.
د مصر حکومت هر وخت د عمومي او ځايي انتخاباتو پر مهال د اخوان المسلمين ګوند مشران نيسي او نوموړى ګوند په مصر کي يوازنى اپوزيسون ګوند دئ چي د حسني مبارک د په اصطلاح ديکتاتور نظام په وړاندي يې سينه سپر کړې ده.
بايد وويل سي چي د اخوان المسلمين ګوند د مصر د حکومت له خوا ناقانونه اعلان سوئ دئ، خو له دې سره سره يې په ٢٠٠٥ کال په پارلماني انتخاباتو کي ٢٠ فيصده چوکۍ ترلاسه کړې.