کور / تازه خبرونه / کوټه: اته کلنه نجلۍ تر جنسي وروسته وژل سوې ده

کوټه: اته کلنه نجلۍ تر جنسي وروسته وژل سوې ده

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي يوه اته کلنه ماشومه لومړۍ تر جنسي تيري لاندي راغلې او وروسته وژل سوې ده.
د کوټي ښار د ګولمنډۍ چوک د تاڼې مشر خبريالانو ته وويل چي پېښه د شالدرې د درانيو په کلي کي رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وينا د نجلۍ پلار سيد قادرآغا دوى د خپلي لور د ورکي په هکله خبر ورکړئ وو، چي وروسته يې مړى د کاسيانو په هديره کي پيدا سو.
د نجلۍ مړى چي د کوټي سېول هسپتال ته د معاينې دپاره وړل سوئ وو، ډاکټرانو ويلي نوموړې تر جنسي تيري وروسته په ګوليو وژل سوې ده.
د نجلۍ پلار سيد قادر آغا وايي لور يې پرون سهار ښوونځي ته په لاره کي ورکه سوې وه.