ورځپاڼو ته کتنه

34 | فبروري 13th, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په كابل كې د سولې د راتلونكې جرګې په اړه د افغانستان د عالمانو د شورا ځينې سپارښتنې راخستي او پكې له ولسمشر نه غوښتل شوي، چې دې جرګې ته دې د مخالفينو مشران هم راوبللې شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هلمند د مارجې سيمې د نيولو لپاره د افغان او بهرنيو ځواكونو د عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې له مارجې څخه د وتلو ټولې لارې تړل شوي دي.
ورځپاڼې ددغو عملياتو په اړه د طالبانو نظر هم راخستې او ليكلي، چې افغان او بهرنيو ځواكونو له دې عملياتو غټه مسئله جوړه كړې، حال دا، چې مارجه كوم لوى ښار يا لويه سيمه نده.
په ورځپاڼه كې له شپيګل ان لاين سره په مركه كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړې استازي څرګندونې هم خپاره كړي او د هغه په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې د هر هغه چا د له منځه وړلو په تكل كې ندي، چې د طالبانو ملاتړ كوي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې په خبرو بحث كړې او ددې كار لپاره يى د يو پياوړي مديريت شتون ضروري بللې.
ورځپاڼې وړاندې له ولسمشر نه غوښتي دي، چې د سولې د شورا په جوړښت ډير دقيق فكر وكړي او داسې يو كاري ټيم جوړ كړي، چې د پخلاينې تګلاره په بشپړ ډول پلي كړي.
دې ورځپاڼې بيا د عالمانو د شورا دا غوښتنه راخستې، چې وسلوال مخالفين دې د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ووايي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د نړيوالو مرستو په لګولو تبصره كړې او ليكلي، چې دا مرستې بايد د افغان ولس په خوښه ولګولې شي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د هلمند په عملياتو انديښه څرګنده كړې او دولت ته يى سپارښتنه كړې، مخكې له دې، چې دا عمليات د عام ولس لپاره په كومې غميزې بدل شي بايد په هرڅه له سر غور وكړي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان په روانه جګړه كې د روسيې د ښكيلولو په اړه روانو هڅو ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د كتونكو دا خبردارې راخستې، چې پدې جګړه كې د روسيى ښكيلول به افغانان راوپاروي.
دې ورځپاڼې هم د سولې د جرګې په اړه د عالمانو د شورا ځينې سپارښتنې راخستي او ليكلي، د شر پلويان بايد د خير له دې نيك بهير نه لرې وساتلې شي، ځكه ددوى په وينا دوى يوازې د سولې او سوكالۍ مخالفين نه بلكه د روان بحران عاملين هم دي.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د اى پي ايس اژانس د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې د شپو په تلاشيو او چاپو كې نيول شوي كسان د امريكا په شخصي زندانونو كې ساتل كيږي.
ورځپاڼې وړاندې ددې اژانس په حواله ليكلي، چې ډير اطلاعات، چې له چاپو څخه مخكې امريكايي ځواكونو ته وركولې كيږي وروسته ناسم ثابتيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغان جګړه كې د روسيې د ښكيلولو لپاره د ناټو د عمومي منشي په څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې ناټو پدې كار سره افغان جهاد ته سپكاوى كوي.
دې ورځپاڼې هم د مارجې د نيولو لپاره د افغان او بهرنيو ځواكونو په عملياتو بحث كړې او پدې ترڅ كې د مارجې د سپين ګيرو او مخورو په حواله ليكلي، چې دوى بمباري او د عامه خلكو وژنه نه غواړي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د مارجې په عملياتو تبصره كړې او هغه يى له هر اړخه له پخوانيو عملياتو جلا بللي دي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د سالنګ پيښې ته په اشارې له طبعي پيښو سره د مبارزې لپاره د جدي تدابيرو غوښتنه كړې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم د سالنګ په پيښې بحث كړې او پخپل لومړي مخ كې يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې د يو سل او دوه اويا كسانو له مړينې وروسته دغه لويه لاره د ترافيكو پر مخ پرانستلې شوه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د سالنګ په پيښې بحث كړې او د هغې اصلي لامل يى د چارواكو بې پروايي ښودلې ده.
ورځپاڼې وړاندې ولسمشر ته دا سپارښتنه كړې، چې ددى پيښې عاملين محاكمې ته راكاږي او پرې نږدي په راتلونكې كې ددوى د بې پرواييو له امله نور انسانان د مرګ كومې ته ورشي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې دا خبر وركړې، چې په غور ولايت كې د محاكمو او عدلي ادارو له شتون سره سره دوه ځوانې انجونې د قومي مشرانو لخوا په درو ووهلې شوې.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د مارجې په عملياتو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مخنيوې ددې عملياتو د بريا لپاره خورا ضروري دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې افغان او بهرنيو ځواكونو په تيرو اتو كلونو كې پخپلو عملياتو كې تل بريالي شوي، چې وسلوال پشا كړي، خو د خلكو د باور په ترلاسه كولو كې پاتې راغلي او ددې اساسي علت دادې،چې په نيول شويو سيمو كې د بيارغونې كارونه ندي شوي او دغه سيمې بيرته د امنيتي ځواكونو لخوا پريښودل شوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې هم د عامه خلكو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د افغان دولت نعرې سورې انځور كړي خو پكې دا ښودل شوې، چې د ناټو غوږونه كاڼه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024